کابل ټيليګراف (سلواغې ۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)
اسرائیلو د دغه رژیم د پوځیانو د نیول کېدو له ویرې په ټولنیزو رسنیو کې خپل کارونکي حسابونه لمنځه وړل پیل کړي دي.
په لسګونه اسرائیلي فوځيانو په غزې کې د جنګي جنايتونو د ترسره کولو په تور په نورو هېوادونو کې د نيولو کېدو له ویرې په ټولنيزو شبکو کې خپل کارونکي حسابونه حذف کړي دي.
دا لومړی ځل دی، چې اسرائیلي ځواکونه د نیول کېدو له ویرې د ټولنیزو رسنیو حسابونه لمنځه وړي.