خبرونهنړۍ

د ډونلډ ټرمپ له پلان له مخالفتونو او غبرګونو سره مخ شو

کابل ټيليګراف (سلواغې ۹مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

اردن او مصر ته د فلسطینیانو د شړلو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلان له اعلان وروسته، د دغو دوو هېوادونو له مخالفت سربېره، جرمني، عربي ټولنې، اروپايي ټولنې او په مصر کې د الازهر پوهنتون هم د ټرمپ له دې پلان سره مخالفت وکړ.

دغه راز امریکايي سناتور برني سنډرز په ایکس ټولنیزه شبکه (پخواني ټویټر) کې د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې دغه وړاندیز د توکمیز تصفیې او جنګي جنایت وباله.

 تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې اردن او مصر باید په غزه کې مېشت نور فلسطینیان ومني.