خبرونهنړۍ

د سویس حکومت یو فلسطینی خبریال تر نیول کېدو وروسته له دندې ګوښه کړی

کابل ټيليګراف (سلواغې ۹مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د سویس حکومت په ناڅاپه توګه د “الکترونیکي انتفاضه” مجلې مدیر علي ابونیمه په یوه وینا کې د ګډون لپاره سویس ته له ننوتلو وروسته نیولی او بیا یې له دندې ګوښه کړی دی.

په دغه اقدام د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکو او د بشري حقونو ډلو له خوا سختې نیوکې شوي دي.

علي ابونیمه فلسطینی خبریال دی او یاد هېواد ته په یوې غونډه کې د ګډون په موخه تللی و.