کابل ټيليګراف (سلواغې ۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د هندوستان په اتراپردېش ایالت کې د مذهبي مراسمو پر مهال د سټیج نړیدو پېښه کې ۷ تنه مړه او ۴۰ تنه نور ټپیان شوي.
دغه پېښه د اتراپردېش ایالت په باغپت سیمه کې په یوه ښوونځي کې د جوړو شویو مذهبي مراسمو پر مهال شوې ده.
د راپورونو له مخې، سټېج د ادارې له خوا د لرګیو په مرسته چمتو شوی و، خو د مذهبي مراسمو پر مهال سټېج ړنګ شو، چې له امله یې د ماشومانو او ښځو په ګډون اوه تنه مړه او ۴۰ تنه ټپیان شول.
پولیس وایي، په باغپت سیمه کې د تېرو ۳۰ کالونو راهیسې یاد مذهبي مراسم ترسره کیږي، خو دا لومړی ځل دی چې په کې یاده پېښه رامنځته شوه.