د ټیک ټاک وروسته د چین یوه بل نوي اپلکېشن د امریکا د ټېکنالوژۍ بازار ګډوډ کړی
کابل ټيليګراف (سلواغې ۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د را پورونو له مخې؛ د Chat GPT په ډول د چین هېواد نوی اپلکېشن Deep seek په کم وخت کې امریکا، چین، اروپا او ګڼو نورو هېوادونو کې د میلیونونو کسانو لخوا کارول شوی او د متن لیکلو په برخه کې ترې ګټه اخیستل پیل شوي.
د چین لخوا د دغه اپلکېشن بازار ته وړاندې کېدو وروسته په یادو هېوادونو کې د امریکایي ټېکنالوژۍ بازار خراب کړی او کارونکي یې په بې سارې ډول کم شويږ
په ورته وخت کې د امریکایي شرکت انوېډیا، چې پرمختللي پروسېسرونه تولیدوي او په مصنوعي هوش کې کارول کېږي، پرون یې په بازار کې د پنځه سوه میلیارده ډالرو په اندازه ارزښت له لاسه ورکړی.
د دغه نوي چینایي اپلېکېشن له کبله په نړیوالو بازارونو کې د ټېکنالوژۍ د ځینو نورو لویو شرکتونو سهامونه هم راښکته شوي دي.
دیپسیک وايي چې خپل اپلېکېشن یې په خورا کم لګښت سره پیل کړی او له خپلو لویدیځو سیالانو سره د کم پروسس ځواک ته اړتیا لري.