خبرونهنړۍ

د غزې شمال ته ۳ سوه زره فلسطینیان بېرته ستانه شوي

کابل ټيليګراف (سلواغې ۹مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د غزې په تړانګه کې دولتي رسنیو اعلان وکړ چې یوازې په یوه ورځ کې، له درې سوه زرو څخه ډیر فلسطیني کډوال د غزې تړانګې شمالي سیمو ته راستانه شوي دي.

دغه رسنیو زیاته کړې، په شمال کې د بې ځایه شویو خلکو د استوګنې او سرپناه لپاره ۱۳۰ زره  خیمو ته اړتیا ده.

د دې ادارې په وینا، د غزې شمالي تړانګې ته راستانه شوي نوي سلنه کډوال د اوسیدو ځای نلري او دا سیمه د ژوند لپاره اړینو لومړنیو اسانتیاوو څخه بې برخې ده.

د یادونې وړ ده چې د غزې تړانګې له مرکز او جنوب څخه زرګونه بې ځایه شوي خلک د صهیونیستي رژیم له خوا له پنځلسو میاشتو څخه زیات جبري بې ځایه کیدو او نسل وژنې وروسته پرون سهار شمالي غزې تړانګې ته راستانه شول.

حماس د فلسطیني کډوالو راستنیدل د صهیونیستي پروژې د ناکامۍ سمبول ګڼلی دی