افغانستانخبرونه

بامیانو کې د سرب او جست ۵ کانونو تړونونه لاسلیک شوي

کابل ټيليګراف (سلواغې ۹مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

بامیان کې د سرب او جست کان تړون

د طالبانو کانونو او پټرولیم وزارت د سربو او جستو د پنځو کانونو د استخراج قراردادونه لاسلیک کړل.

د دغه ډلې د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست هدایت الله بدري ویلي چې دا کانونه د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې ټاکل شوې پرې یو میلیارد او اووه سوه میلیون افغانۍ پانګونه وشي.

د طالبانو د یاد وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دا قراردادونه د پنځو کلونو لپاره دي او بیا تمدید کېدای شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کانونو پروسس به سل په سلو کې دننه په افغانستان کې ترسره کېږي.

همدارنګه، د استخراج په بدل کې، قراردادي شرکتونه د سړکونو، بریښنا او اوبو بندونو جوړولو، د خواف-هرات ریل پټلۍ د دوهمې او څلورمې برخې جوړولو، او د تدریسي روغتون جوړولو پروژې پلي کوي.

په بامیان ولایت کې د سرب او جست کانونه د هیواد د بډایه معدني سرچینو څخه بلل کیږي