کابل ټيليګراف (سلواغه نهمه– ۱۴۰۳ لمريز)
سرچینې وایي، د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې ناڅرګندو کسانو نن سهار وخته دوه کسان چې د ترکارۍ کاروبار یې کاوه، په ډزو وژلي دي.
یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، کابل ټیلیګراف ته وویل: دغه پېښه د سره رود ولسوالۍ اړوند سلطان پور سیمه کې د سهار په دوه بجې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د ترکارۍ یاد دوه پلورونکي ښار ته روان وو.
هغه زیاته کړه، په دغه پېښه کې د هغوی زرنجې رېکشې هم اور اخیستی، چې له امله یې د دواړو قربانیانو جسدونه هم تر یوې کچې سوزیدلي دي.
د یادونې وړده، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په د ناڅرګندو کسانو له لورې د خلکو د وژنې پېښې زیاتې شوي دي.