خبرونهنړۍ

الجولاني له روسیې غوښتي، چې بشارالاسد ورته وسپاري

کابل ټيليګراف (سلواغې ۱۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د سوریې د واکمنې ډلې مشر الجولاني له مسکو څخه غوښتي، چې د یاد هېواد پخوانی ولسمشر بشارالاسد ورته وسپاري.

رویټرز د یوې سرچینې له قوله ویلي، د تحریر الشام ډلې مشر احمد الشرع چې په ابو محمد الجولاني مشهور دی، له روسیې څخه یې غوښتي، چې بشارالاسد د دوی نظامي عملیاتي ادارې ته وسپاري.

د یادونې وړده، چې سوریه کې د الجولاني په مشرۍ ډلې د واکمنیدو وړاندې بشارالاسد روسیې ته ولاړ.