افغانستانخبرونه

طالبان وایي، د خوست پېښې په تړاو یې دوه شکمن کسان نیولي

کابل ټيليګراف (سلواغې ۱۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)

طالبان وایي، د خوست ولسوالۍ علیشرو ولسوالۍ اړوند د مرګوني پېښې په تړاو یې دوه تنه شکمن کسان نیولي

بیګا د خوست د علیشرو ولسوالۍ په ابوخاني سیمه کې وسله والو د درې میرمنو په ګډون لس غړي ووژل.

په خوست کې د طالبانو د والي ویاند وایي، داسې برېښي چې پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې، خو تر د قضیې په تړاو یې دوه شکمن کسان نیولي.

په بېګانۍ پېښه کې دوه نارینه،، درې مېرمنې او پنځه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.