خبرونهنړۍ

برتانیا کې ۲ سوه شرکتونو د پرېکړې له مخې به کارکوونکو ته په اونۍ کې ۳ ورځې رخصت ورکړل شي

کابل ټيليګراف (سلواغې ۱۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په برتانیا کې ۲ سوه شرکتونو هوکړه وکړه چې د دماعي ستړیا د کمولو لپاره به کارمندان ورسره په اونۍ کې څلور کاري ورځې کار او درې ورځې به رخصت وي.

د دغه را پور له مخې؛ یادو شرکتونو د خپل کارکوونکو د تنخوا له کمولو پرته یاده پرېکړه لاسلیک کړې.

د راپور له مخې، د دغه هېواد له بېلابېلو سکتورونو څخه ۲۰۰ شرکتونو په دغه څلور ورځني کاري کمپاین کې چې په انګلستان کې د څلور ورځني اوونیز بنسټ له خوا جوړ شوی، ګډون کړی دی.

په دې اړه د فورډ ویک فاونډېشن په تازه راپور کې راغلي، چې دغه شرکتونه په ټولیز ډول تر ۵۰۰۰ ډېر کارکونکي په دندو ګوماري، چې په دې کې خیریه، بازارموندنې او ټکنالوژۍ شرکتونه د پام وړ دي.

په غوره 200 شرکتونو کې 30 د بازارموندنې، اعلاناتو او مطبوعاتي اړیکو، 29 خیریه او غیر دولتي موسسې، 24 د ټیکنالوژۍ، انټرنیټ ټیکنالوژۍ او سافټویر شرکتونه او 22 مشورتي او مدیریت شرکتونه شامل دي.

د 4 ورځو کاري اونۍ پلویان استدلال کوي چې د 5 ورځو کاري اونۍ د زاړه اقتصادي دورې نښه ده.