
کابل ټيليګراف (سلواغې ۱۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)
چین په پام کې لري چې د انسانانو او روبوټونو ترمنځ د نړۍ لومړۍ نیمه میراتون سیالۍ ترسره کړي.
د برتانوي رسنیو د راپورونو له مخې، روبوټونه به د روان کال په اپریل میاشت کې په دې ۲۲ کیلومترۍ (۱۳ میل) سیالۍ کې هم برخه واخلي.
په راپور کې ویل شوي چې شاوخوا 12,000 انسانان به د بیجینګ د داکسینګ ولسوالۍ د بیجینګ د اقتصادي ټیکنالوژیکي پراختیا په سیمه (ای ټاون) کې د 20 څخه زیاتو شرکتونو روبوټانو سره سیالي وکړي.
په دغه سیالۍ کې د ګډون کوونکو روبوټونو لپاره شرایط ایښودل شوي دي، چې له مخې باید هر روبوټ دانسان په ډول ښکاره او تګ وکړي، دغه راز د روبوټ لوړوالی باید د 0.5 څخه تر 2 مترو پورې وي او د دوی د پښو له ملا څخه د پښو لاندې فاصله باید لږترلږه 0.45 متره وي.
د دغه را پورو له مخې؛ دواړه ریموټ کنټرول شوي او بشپړ خودمختار روبوټونو ته به اجازه ورکړل شي چې په منډه کې برخه واخلي، او چلونکي کولی شي د لوبې په جریان کې ورته بیټرۍ بدل کړي.
هغه ګډونوالو ته به جایزې هم ورکړل شي چې په سیالۍ کې لومړی، دویم او دریم مقامونه ترلاسه کړي.