![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/01/5823710950702826542_121-1024x666-3.jpg)
کابل ټيليګراف (سلواغې ۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د پولنډ د بهرنیو چارو له وزیر رادوسلاو سیکورسکي سره په ټیلیفوني خبرو کې دغه هېواد ته د اروپايي اتحادیې د مشرتوب له امله مبارکي ورکړې او هیله یې ښودلې چې د پولنډ د رهبرۍ په موده کې به د ایران او اروپائي اتحادیې ترمینځ رغنده تعاملات ترسره شي.
د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر د ایران او پولنډ ترمینځ د ډیپلوماټیکو اړیکو 550 کلن تاریخ او د همکارۍ د تړون نږدې سل کلن تاریخ ته په اشارې سره د دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه وبللې.
هغه د دواړو هېوادونو ترمینځ د دغه اړیکو له امله د اروپايي اتحادیې او ایران ترمنځ د مسایلو د هوارۍ هیله وکړه.