![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2024/10/IMG-20240926-WA0155.jpg)
کابل ټيليګراف (سلواغې ۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، په افغانستان کې ټولې وسلې په بشپړ امنیت کې دي او هیچاته اجازه نه ورکول کیږي چې ترې ناوړه ګټه پورته کړي.
فطرت دغه څرګندونې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې شویو وسلو او پوځي تجهیزاتو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اندېښنو په ځواب کې وکړې.
پاکستان پرون یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکا د پاتې وسلو د ترلاسه کولو په اړه د ترهګرو عناصرو په اړه اندیښنه څرګنده کړه او له کابله یې وغوښتل چې دا ډاډ ورکړي چې بهرنۍ وسلې د ترهګرو لاس ته نه ورځي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند “شفقت علي خان”، د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې، د امریکا د نوي حکومت له لورې په افغانستان کې د پاتې شویو وسلو د بېرته تر لاسه کولو پرېکړې په غبرګون کې ویلي، د ۲۰۲۱ کال په نیمايي کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د امریکايي وسلو پاتې کېدل د پاکستان او د دې هېواد د وګړو د امنیت لپاره ژورې اندېښنې راپارولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا ویلي، له افغانستان څخه به خپلې وسلې بېرته ولیږدوي او یا به ور باندې مرستندویه کڅوړې بندې کړي.