![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/01/5823710950702826542_121-1024x666-4.jpg)
کابل ټيليګراف (سلواغې ۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د امریکا د نیوجرسي ایالت پخوانی سناتور باب مننډزه، د چهارشنبې په ورځ د نیویارک په منهاټن کې په یوه فدرالي محکمه کې د فساد په قضیه کې مجرم وپیژندل شو
هغه د چهار شنبې په ورځ د نیویارک په منهاټن کې یوې فدرالي محکمې د مصر او نیو جرسي سوداګرو ته د امتیازاتو په بدل کې د بډو اخیستو په جرم په 11 کاله بند محکوم کړ.
دغه سناتور همېش د ایران ضد څرګندونې کولې.
دغه ۷۱ کلن شخص ، چې ۱۸ کاله یې د نیوجرسي د سنا د استازي په توګه دنده ترسره کړې، د محکمې د پرېکړې له اعلان وروسته یې ویلي، چې هغه پلان لري، د دغې پرېکړې پر ضد استیناف وکړي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې دغه نامتو ډیموکراټیک شخصیت له استعفا وړاندې د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر و.