![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/4c9133fe9514bc2ks2y_800C450.jpg)
کابل ټيليګراف (سلواغه 14مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په ډنمارک کې د سخت دریځه ګوند “سختې لارې” مشر، په یوه سپکاوي اقدام کې، یو ځل بیا د قرآنکریم نسخې ته اور واچاوه.
په ډنمارک کې د سخت دریځې ګوند “سختې لارې” مشر “راسموس پالوډان” په داسې حال کې چې په کوپنهاګن کې د ترکیې د سفارت مخې ته د قرآنکریم یوې نسخې ته اور واچاوه، د هغه دا اقدام د پولیسو تر حفاظت لاندې او د سویډني چارواکو په اجازه ترسره شوه.
پالوډان تر دې مخکې د تېر کال (۲۰۲۴) په جنورۍ میاشت کې د سویډن په پلازمېنه ستاکهولم کې د ترکیې د سفارت مخې ته هم د قرآنکریم یوه نسخه سوځولې وه.
یوه اونۍ وروسته پالوډان یو ځل بیا په ډنمارک کې د یوه جومات مخې ته دغه ناوړه عمل ترسره کړی وو.