![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/4c9133fe9514bc2ks2y_800C450-2.jpg)
کابل ټيليګراف (سلواغه 14مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د افغانستان د طالبانو تر کنټرول لاندې د دولتي شرکتونو عمومي ریاست وايي چې د کابل سرینا هوټل هوکړه له یوه نړیوال شرکت سره لاسلیک شوې ده.
نوموړي ریاست پرون په یوې خبرپاڼې کې لیکلي چې د کابل سرینا هوټل هوکړه د اغا خان له بنسټ سره پای ته رسېدلې او مدیریت یې یو نوي شرکت ته سپارل شوی دی.
طالبانو ادعا کړې: «د کابل سرینا هوټل د معیاري کولو لپاره یې مدیریت داسې یو شرکت ته سپارلی چې د هوټلدارۍ په برخه کې تجربه لري.»
کابل سرینا هوټل په تېرو ۲۰ کالو کې د اغاخان بنسټ له خوا مدیریت کېده او میلمانه یې تر ډېره دیپلوماتان او سیلانیان وو.
نوموړي هوټل پرون په افغانستان کې د خپل فعالیت د پای ته د رسېدو خبر ورکړی و.