![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/4c9133fe9514bc2ks2y_800C450-3.jpg)
کابل ټيليګراف (سلواغه 14مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د کندهار د سمنټو فابریکې چارواکو اعلان کړی چې د شرکت د جوړولو کار پنځه نوي سلنه بشپړ شوی او فابریکه به په شپږو میاشتو کې فعاله شي
تمه کېږي چې دا فابریکه به هره ورځ له پنځلس سوه څخه تر پنځه زره ټنه پورې سمنټ تولید کړي.په دې فابریکه کې سل میلیون ډالر پانګونه شوې ده، او د سمنټو په دې فابریکه کې د تولید له پیل سره به دوه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د کندهار د کانونو او صنعت ریاست چارواکي وايي چې دا ډول پانګونې کولی شي هیواد د بیارغونې په برخه کې په ځان بسیا کړي.
د ودانیز سکتور سربیره، په دې وروستیو کې په کندهار کې د څارویو د خوړو، غوړیو او اوړو په برخو کې څو نورو تولیدي فابریکو فعالیت پیل کړی، چې د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي سربیره، د ډیرو خلکو لپاره د کار فرصتونه هم رامینځته کړي دي.