افغانستانخبرونه

عاصم منیر: وسله وال  چې له بهرنیو هېوادونو سره تړاو لري، په هر ځای کې به یې په نښه کړي

کابل ټيليګراف (سلواغه 14مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

په بلوچستان کې د اتلس پاکستاني سرتیرو له وژنې وروسته، د دغه هیواد د پوځ قوماندان د وسله والو په وړاندې د غچ اخیستلو ټینګار وکړ.

عاصم منیر وویل چې امنیتي ځواکونه به هغه وسله وال چې له بهرنیو هیوادونو سره تړاو لري په هر ځای کې په نښه کړي.

منیر د کوم نوم اخستلو پرته وویل چې وسله وال د خپلو بهرنیو بادارانو په خدمت کې دي او پاکستان دوی ښه پیژني.

په تېرو څلورویشت ساعتونو کې، په بلوچستان کې په نښتو کې اتلس پاکستاني سرتېري او درویشت وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د اعلامیې له مخې، په بلوچستان کې د سرتیرو له مرګ ژوبلې وروسته، د پوځ قوماندان د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره د بلوچستان پلازمینې کوټې ته لاړ.

د پوځ مشر او د بلوچستان ځايي چارواکو د وژل شویو سرتیرو په جنازه کې ګډون وکړ او د وسله والو پر وړاندې یې په غچ اخیستلو ټینګار وکړ.