لوبې

د کندهار ولایت په عینو مېنه کې د شل آسونو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

کابل ټيليګراف (سلواغه 14مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د سیالۍ په لومړۍ ورځ، د حاجي احمد شاه او تاج محمد اسونه د نورو ګډونوالو په پرتله مخکې د پای کرښې ته ورسیدل او سیالي یې وګټله.

د سیالۍ په لاره اچوونکو ویلي چې د دې سیالیو د ترسره کولو هدف ملي ټیم کې د ګډون لپاره د غوره لوبغاړو او اسونو غوره کول دي.

دا سیالۍ به د عینو مېنې په سیمه کې د یوې میاشتې لپاره دوام وکړي.تر دې مخکې هم د اس ځغلونې ټیم د غوراوي سیالۍ په هرات ولایت کې ترسره شوې وې، چې د هیواد د یوولسو ولایتونو لوبغاړو پکې ګډون کړی و.