افغانستانخبرونه

هلمند او نیمروز کې د لیتیم او یورانیمو کانونو څېړنه او ارزونه باید د متخصصینو تر څارنې لاندې پیل شي

کابل ټيليګراف (سلواغه 1۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو د کانونو وزیر، هلمند او نیمروز ولایتونو ته د سفر پر مهال ویلي، چې په دغو ولایتونو کې د لیتیم او یورانیم کانونو څېړنه او ارزونه باید د متخصصینو تر څارنې لاندې پیل شي.

د طالبانو کانونو وزارت ویلي دي چې هدایت الله بدري د هلمند په خانشین او دیشو ولسوالیو کې له دغو کانونو څخه لیدنه کړې ده.

دې ادارې پرون اعلان وکړ چې د یاد وزارت سرپرست د نیمروز ولایت د چهاربورجې ولسوالۍ د ګودزرې سیمې د لیتیم کان څخه د لیدنې پر مهال د کان د سروې لپاره د انجینرۍ یوه ډله هم وګمارله.

ویل کیږي چې افغانستان په سیمه کې د لیتیم او یورانیم ترټولو لویې زیرمې لري.