افغانستانخبرونه

تېره یوه اونۍ کې د پاکستان له زندانونو نږدې دوه نیم سوه افغان زندانیان ازاد شوي.

کابل ټيليګراف (سلواغه 1۵مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د طالبانو حکومت  د اعلامیې له مخې؛ په تېره اونۍ کې، پاکستان نږدې دوه سوه څلوېښت افغانان له خپلو زندانونو

څخه خوشې کړي او افغانستان ته راستانه شوي دي

دغه کسانو چې ډېری یې قانوني اسناد نه درلودل، د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته ولېږدول شول.

د دې کسانو یو شمېر، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، له نږدې یوې میاشتې راهیسې په زندانونو کې ساتل شوي دي.

یوازې په تېره یوه ورځ کې، پاکستان یو سل او یوڅلوېښت افغان کډوال افغانستان ته راستانه کړي دي.

ویل کیږي چې د دې کسانو یو شمیر یې د څلورو میاشتو څخه تر څلورو کلونو پورې په پاکستاني زندانونو کې تیر کړي دي.