![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2024/11/ټرمپ.jpg)
کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)
ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن د یوې پرېکړې به ترڅ کې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو له شورا څخه ووځي.
رویټرز د سپینې ماڼۍ د سرچینو په حواله راپور ورکړی ټاکل شوې، ټرمپ نن سه شنبې ورځ د بشري حقونو له شورا د وتلو پرېکړه اعلان کړي.
د راپور له مخې، له دې پریکړې وروسته، امریکا د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې له آژانس انروا سره هم خپلې مرستې بندوي.
دا اقدام په داسې حال کې کیږي چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پرون واشنګټن ته سفر وکړ.
ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په تېره دوره کې هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا ووت او له فلسطینانو سره د مرستې پر اژانس انروا یې مرستې بندې کړي وې .
د یادونې وړ ده، چې امریکا د جوبایډن د ولسمشرۍ پرمهال له دغه سازمان سره بېرته یوځای شوو.