![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/4c6b7f4fe3f9782gpmp_800C450.jpg)
کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)
وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په چیني توکو لس سلنه ګمرکي تعرفه ولګوله، چین یې هم په ځواب کې ورته عمل وکړ.
د را پورونو له مخې؛ د چین د مالیې وزارت لخوا په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې د امریکا څخه د خامو تیلو، کرنیزو تجهیزاتو، لوړ اخراج لرونکو موټرو او لاریو په ګډون د محصولاتو په اړه به ۱۰ سلنه اضافي ګمرکي محصول ولګول شي، دغه راز به د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو په اړه به ۱۵ سلنه اضافي ګمرکي محصول ولګول شي.
وزارت یادونه وکړه چې اضافي مالیې به د فبروري له ۱۰مې نیټې څخه پیل شي.
د چین د سوداګرۍ وزارت دا هم اعلان وکړ چې امریکا ته به د مهمو منرالونو لکه ټنګسټن، ټیلوریم، بسموت او مولیبډینم صادرات کنټرول شي.
د چین د بازار د تنظیم دولتي ادارې اعلان وکړ چې د امریکا د انټرنیټ شرکت ګوګل په اړه یې د انحصار ضد مقرراتو د سرغړونې په اړه تحقیقات پیل کړي دي.