
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال
امریکا او جاپان نن (پنجشنبه) د ” Keen Dragon” په نوم پراخه پوځي تمرین پیل کړل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو لوی ګډ مانورې بلل شوي دي.
د جاپان د دفاع وزارت په وینا، دا تمرین به د سپټمبر له ۱۱مې څخه تر ۲۵مې پورې دوام وکړي او پکې به د جاپان له دفاعي ځواکونو څخه ۱۴ زره او د امریکا له پوځ، سمندري ځواکونو او هوايي ځواکونو څخه نږدې ۵ زره پوځیان برخه واخلي.
دا تمرین د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکارۍ د پیاوړتیا او د سیمهییز امنیت د ساتنې لپاره ترسره کېږي.
د ” Keen Dragon ” تمرین موخه د امریکا او جاپان ترمنځ د پوځي همغږۍ زیاتول او د احتمالي ګواښونو پر وړاندې د ګډو عملیاتو وړتیا لوړول دي.
دا تمرین د جاپان د دفاع وزارت په وینا د دواړو هېوادونو د پوځي اړیکو د پیاوړتیا او د سیمې د ثبات لپاره یو مهم ګام دی.