کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د سمنګان ولایت دره صوف ولسوالۍ په شاقول سیمه کې د ډبرو کان د نړیدو پښه کې دوه کارګران مړه شوي دي.
دغه پېښه چې تېره ورځ رامنځته شوې، سیمه ییزو طالبانو هم تائید کړې ده.
تر دې وړاندې د سمنګان په دره صوف ولسوالۍ کې یو شمېر کارګران د ډبرو سکرو د کان د نړېدو له امله تر کنډوالو لاندې بند پاتې وو، خو څه موده وروسته وژغورل شول.
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د کانونو غیر معیاري کیندنې کله ناکله د خلکو ژوند اخلي.