افغانستانخبرونه

د اغا خان بنسټ مشر ومړ

( کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز )

د اسماعیلیه شیعه مسلمانانو مذهبي ټولنې مشر او د اغا خان بنسټ بنسټګر شهزاده الحسیني پرون ومړ.

د دغه بنسټ لخوا پرون یوه اعلامیه خپره شوه، چې په کې ویل شوي، شهزاده کریم الحسیني څلورم اغا خان او د اسماعیلیانو نهه څلوېښتمن میراثي امام په پرتګال کې ومړ.

د بیان له مخې د کریم آغاخان د ځایناستي نوم به د هغه له وصیت سره سم د کورنۍ او مذهبي مشرانو په مخکې وروسته اعلان شي.

د دې اعلان نېټه نه ده ښودل شوې. د اسماعیلیه ویبسایټ د معلوماتو له مخې د آغاخان ځایناستی به د نوموړي د کورنۍ یا نژدې خپلوانو له نارینه غړو څخه غوره شي.

آغا خان په شل کلنۍ کې هغه مهال چې د هاروارډ پوهنتون محصل و، د اسماعیلیانو د مذهبي مشر په توګه غوره شو.

هغه د افغانستان، تاجکستان او بنګلدېش په ګډون په څه باندې ۳۰ وروسته پاتې هېوادونو کې د میلیونونه ډالرو په لګښت ودانۍ، روغتونونه، ښوونځي او کورونه جوړ کړي او میلیونونه پلویان لري.

د آغاخان خیریه بنسټ چې په افغانستان کې هم د مرستې ګڼې پروژې تمویلوي، د رغنیزو پروژو لپاره یو میلیارد ډالره کلنۍ بودیجه لري.