( کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز )
د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې یوه لېوه د یوې کورنۍ د یوې میرمنې په ګډون پنځه غړي داړلي، چې په ټپي حالات کې روغتون ته لیږدول شوي دي.
سرچینې وایي، د یادو ټپيانو څخه د دوو تنو روغتیایي وضعیت نازک دی او د کورنۍ نورو غړو له لورې لېوه هم وژل شوی دی.
دا لومړی ځل دی چې په پکتیا کې د لېوه لخوا د یوې کورنۍ د پنځه غړو د داړل کېدو خبر ورکول کیږي.