افغانستانخبرونه

د اوکراین ولسمشر: روسیې سره خبرو اترو ته چمتو یو

( کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز )

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وایي، د روسیې سره د جګړې د پای ته رسیدو په موخه خبرو اترو ته چمتو یم.

هغه زیاته کړه، په دغه خبرو اترو کې لازمه ده، چې امریکا او اروپایي هېوادونه هم ګډون وکړي، دغه راز یې په روسیې د فشار کمولو له امله د دویم ځل اشغال خطر د زیاتېدو اندېښنه وښوده.

زیلینسکي وایي، د جګړې له امله  په اوکراین کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۵،۱۰۰ تنو ته رسیدلی او دغه راز  ۳۹۰،۰۰۰ نور ټپيان دي.

هغه وایي، په دغه جګړه کې د روسیې د تلفاتو شمېر ۳۵۰،۰۰۰ ته رسېږي، او اټکل کېږي چې د ۶۰۰،۰۰۰ څخه تر ۷۰۰،۰۰۰ پورې ټپیان شوي دي.

د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴مه، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د اشغال امر وکړ، او په دې توګه د روسیې-اوکراین جګړه پیل شوه.