![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2024/08/فاریاب.jpg)
( کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز )
د طالبانو سترې محکمې ویلي، په کندوز او فاریاب ولایتونو کې دوه میرمنې او درې نارینه په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
د دغه محکمې لخوا په جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې ویل شوي، یوه ښځه او دوه نارینه نن د فاریاب ولایت د بلڅراغ په ولسوالۍ کې د “کور څخه تېښتې او د بل چا تېښتې ته د اسانتیا برابرولو” په تور، هر یو ۳۹ دورو وهل شوي او پر دې سربېره په یو کال بند محکوم شوي دي.
دوی وایي، یوه ښځه او یو نارینه په کندز کې د هغه څه په تور چې دې اعلامیې “اخلاقي فساد” بللی، هر یو ۳۹ دورو وهل شوي او په دوه کاله بند هم محکوم شوي دي.