![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/01/472878526_628907036375153_2608522010157478131_n-1536x872-11.jpg)
( کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۸مه– ۱۴۰۳ لمريز )
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، جنګ زموږ په ګټه ندی او هېواد یې د اټومي وسلې په لټه کې نه دی.
هغه په تهران کې د نورو هېوادونو د سفیرانو او د نړیوالو موسسو د استازو په غونډه کې، د خپل حکومت شعار ورورولي او ملګرتیا بللې او ویلي چې، موږ د جنګ او نا امنۍ په لټه کې نه یو.
پزشکیان ټینګار کړی، حتی هغه کسان چې په دغه هېواد کې ادعا کوي، هم نه شي کولای موږ د اټومي وسلې د جوړولو په لور بوځي، ځکه چې د ایران په اصولو کې د بې ګناه خلکو قتل عام، په هېڅ صورت د منلو وړ نه دی.
د ایران ولسمشر همدارنګه زیاته کړې، د اټومي انرژۍ نړیواله اداره هرکله چې وغواړي، کولای شي د ایران اټومي تاسیسات وڅاري او هرکله چې وغواړي، بیا هم کولای شي دا کار ترسره کړي.