افغانستانخبرونه

طالبانو یو ځل بیا د دغه ډلې له لوړ پوړو کسانو غوښتي، چې په رسنیو کې اختلافات خپاره نکړي

( کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۸مه– ۱۴۰۳ لمريز )

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه ډلې له لوړ پوړو کسانو څخه غوښتي، چې خپل اختلافات دې په رسنیو کې نه خپروي.

ذبیح الله مجاهد له یوې رسنۍ سره په مرکه کې خبرداری ورکړی چې د طالبانو چارواکي او وزیران باید د خپلو اختلافاتو په ښکاره بیانولو سره، افغانستان د ګډوډۍ پر لور بونه ځي.

مجاهد ویلي، دغه چارواکي کولای شي دا اختلافونه د طالبانو د مشر ملا هبت الله پر وړاندې بیان کړي او دوی د خپل نظر څرګندولو پوره آزادي لري.

د طالبانو د ویاند په خبره، ملا هبت الله تر اوسه د مخالفو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د طالب مشرانو تر منځ د اختلافاتو اوازې هغه مهال پیل شوې چې د د دغه ډلې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي د طالبانو د مشر له خوا د واک پر انحصار نیوکه وکړه.