خبرونهنړۍ

پاکستان کې د اوبو پر سر شخړې له امله ۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

( کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۹مه– ۱۴۰۳ لمريز )

د پاکستان د کراچۍ په اورنګي ټاون سیمه کې د اوبو پر سر د دوو ډلو ترمنځ د شخړې له امله دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د را پورونو له مخې؛ دغه شخړه په لومړیو کې د ماشومانو ترمنځ پیل شوې وه، چې وروسته یې مشرانو هم مداخله وکړه او په تاوتریخوالې بدله شوه.

پولیس وایي، د دغه قضیې یو شمېر عاملین یې نیولي، د وژل شویو کسانو جسدونه او ټپیان یې عباسي روغتون ته لیږدولي.