افغانستانخبرونه

یونيسف د میدان‌وردګو د پوهنې له ریاست د اړینو توکو مرسته وکړه

( کابل ټيليګراف (سلواغې شلمه – ۱۴۰۳ لمريز )

یونيسف د میدان‌وردګو ولایت د پوهنې له ریاست سره د څه باندې ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د درسي و اداري توکو مرسته کړې ده.

د میدان‌وردګو د پوهنې ریاست نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې په دې مرسته کې  ٢٥٢٨ ‎کېټه درسي او ٣٩٥ کېټه اداري توکي شامل دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یوه کېټ کې د شلو زده‌کوونکو لپاره لس قلمه بېلابېل درسي توکي شامل دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرسته د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق کړې او ټول ارزښت یې ۳۰۵ زره او ۷۶۰ امریکایي ډالره کېږي.

د میدان‌وردګو د پوهنې رییس مولوي محمدعثمان حریت د یادې مرستې له امله مننه کړې او له اړوندو موسسو یې غوښتي چې د پوهنې برخه کې له دغه ولایت سره نورې مرستې هم وکړي.