افغانستانخبرونه

افغانستان تېر کال د کابو ۲۰ مېلیون ډالرو په ارزښت طبي بوټي صادر کړي

( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې تېر زیږیز کال یې د ۲۰ مېلیون ډالرو په ارزښت طبي بوټي له هېواده بهر ته صادر کړي دي.

اینجې، شیرین‌بویه، زیره او سیاه‌دانه د افغانستان له هغو طبي نباتاتو دي، چې هند، امریکا، اوکراین، متحده عربي اماراتو، کاناډا، پاکستان، جاپان او ترکمنستان ته صادر شوي دي.

اینجې، شیرین‌بویه، زیره او سیاه‌دانه د افغانستان له هغو طبي نباتاتو دي، چې هند، امریکا، اوکراین، متحده عربي اماراتو، کاناډا، پاکستان، جاپان او ترکمنستان ته صادر شوي دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده ویلي، د ۲۰۲۴ کال په لړ کې د ۲۰ مېلیون ډالرو په ارزښت د افغانستان ۱۵ زره او ۲۰۰ ټه طبي بوټي هند، متحده عربي اماراتو، پاکستان، ترکیې، قرغیزستان، ایران، چین، امریکا، کاناډا، جاپان، اوکراین، روسیې او ځينو نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.