افغانستانخبرونهلوبې

افغان لوبغاړي د سنوبورډ په اسیایي سیالیو کې لسم مقام ترلاسه کړ

 ( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

مسوولین وایي، د سنوبورډ افغان لوبغاړي ژمنیو اسیایي سیالیو کې لسم مقام ترلاسه کړی دی.

د افغانستان د سنوبورډ فدراسیون پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د هېواد د سنوبورډ لوبغاړي احمدمجتبی حبیب‌زي تېره ورځ د چین په ژمنیو اسیایي سیالیو کې ګډون وکړ چې د خپلې بې‌سارې هڅې او استقامت سره یې وکولای شول لسم مقام خپل کړي.

سرچینې ویلي، احمدمجتبی حبیبزي خپله سیالۍ په «سلوپي سټایل» سبک کې ترسره کړه.

د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ چې د چین په هاربین ښار کې روانې دي، د افغانستان په استازیتوب په کې درېیو لوبغاړو ګډون کړی دی