![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/Capture-13.jpg)
( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
په مکسیکو هېواد کې پرون د یوې خونړۍ ترافیکي پېښې له امله ۴۱ کسان مړه شوي.
رویټرز خبري اژانس وایي، دغه پېښه تېره ورځ د یوه بس او لارۍ موټر د جنګېدو له امله شوې ده، چې په بس کې له ۴۸ تنو څخه یې ۴۱ تنه مړه شول.
د را پورو له مخې؛ په مړو شویو کسانو کې د لارۍ او بس موټر چلوونکي هم شامل دي.
ویل کیږي، لا هم په سیمه کې د وژل شویو کسانو د جسدونو د را ویستلو لړۍ جریان لري.