
کابل ټیلیګراف – ۸ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
غزني کې طالب چارواکي وایي، غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د بېرته را ګرځولو د ځانګړې محکمې د حکم له مخې، د دغه ولایت د مرکز په «علي لالا صاحب» سیمه کې د حکیم سنایي ښارګوټی امارتي تثبیت شو.
د غزني ولایت د مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې محکمې د پرېکړې له مخې، د یاد ښارګوټي ټوله ۱۲۹۳ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوې ده او د اشخاصو اسناد مشکوک بلل شوي دي.
سرچېنې زیاته کړې، یاده ځمکه به د ځمکو په ذیرمتون کې د امارتي ملکیت په توګه ثبت شي او متصرفو اشخاصو ته به د اصولو مطابق په اجاره ورکړل شي.