افغانستانخبرونه

متقي د ناروې له شارژدافیر سره د دوه اړخیزو اړېکو پر پراختیا خبرې کړي

( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي، په کابل کې د ناروې شارژدافیر پير البرټ سره د سیاسي، اقتصادي او بشري موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، متقي د خپلو خبرو په ترڅ کې په افغانستان کي د رامنځته شویو فرصتونو یادونه وکړه او څرگنده یې کړه چې له نړیوالو سره مثبت تعامل او پر متقابل احترام ولاړو اړیکو ته هرکلی کوي.

هغه ویلي چې د سیمې او نړۍ هېوادونه دې له افغانانو سره د اقتصادي ودې او پراختیایي چارو په برخه کې ښکېلتیا رامنځ ته کړي.

یاد وزارت لیکلي، د ناروې شارژدافیر په خپلو خبرو کې د افغانستان امنیتي وضعیت ښه  او له نشه یي توکو سره د افغان حکومت مبارزه مؤثره وبلله، څرګنده یې کړه چې ناروې به له افغانستان سره خپلې ښکېلتیا ته دوام ورکوي.