![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/eeee.png)
( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۲– ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو چاپېریال ساتنې ملي ادارې، له یوه ودانیز شرکت سره د نږدې شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت بلخ او غزني کې د دووڅېړنیزو چاپېریالي فارمونو د جوړیدو تړون لاسلیک کړ.
د یادې ادارې مشر مولوي مطیع الحق خالص نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې نړیواله ټولنه دې د اقلیمي بدلون برخه کې له افغانستان سره دوه ګونی چلند ونه کړي او چاپېریالي موضوعات له سیاسي څخه جلا وساتي.
نوموړي زیاته کړې؛ تر۱۴۱۰ کال پورې به د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو راکمولو په موخه هېواد کې څه باندې ۲۰۰میلیونه نیالګي کېنوي.
هغه وویل چې په بلخ او غزني کې د شپږ میلیون افغانیو په لګښت د نیالګیو دوه فارمونه جوړوي اودغه لړۍ به نورو ولایتونو ته هم وغځوي.