افغانستانخبرونه

فراه کې د ماین چاودنه؛ درې کسان وژل شوي او دوه ټپیان دي

(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۳– ۱۴۰۳ لمريزکال)

د فراه ولایت شیخ ابونصر فراهي بندر اړوند سیمه کې، یوه زاړه ماین چاودنه کړې چې له امله یې درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې دغه چاودنه تېره ورځ له غرمې وروسته هغه مهال وشوه چې د سیلانیانو یو موټر پر ماین ور برابر شو.

سرچېنې لیکلي چې په دغه پېښه کې درې تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

‎د پېښې ټپیان د فره ولایت ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.