افغانستانخبرونه

کندهار کې د مرمرو ډبرو د یوه کان د استخراج تړون له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک شو

(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۳– ۱۴۰۳ لمريزکال)

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د ۶.۲ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت یې د کندهار ولایت به شاه ولی کوټ ولسوالۍ کې د دره نور سیمې د مرمرو ډبرو کان تړون له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک کړی دی.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تړون د دغه وزارت د سرپرست ملاهدایت الله بدري د امي اوغلو شرکت سره لاسلیک کړ.

یاد شرکت به د دغه تړون له مخې، د دغه کان د استخراج چاري پیلوي.