ملګري ملتونه: داعش-خراسان لا هم د سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ دی
![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/2022-02-22T024838Z_1679604934_RC2QOS9H8FQA_RTRMADP_3_UKRAINE-CRISIS-UN-1024x683-1.jpg)
(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۳– ۱۴۰۳ لمريزکال)
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې مېشت د داعش-خراسان ډله لا هم د سیمې او نړیوال امنیت لپاره لوی خطر ګڼل کېږي.
په دې غونډه کې، چې پرون دوشنبه ترسره شوه، د اسلامي دولت (داعش) او د دې ډلې سیمهییزو څانګو پر خطراتو بحث وشو.
داعش-خراسان، چې په افغانستان کې فعاله ترهګره ډله ده، د نړیوالو استخباراتي ادارو له خوا د داعش تر ټولو خطرناکه څانګه بلل شوې ده. که څه هم طالبانو په ځلونو د دې ډلې د ځپلو خبر ورکړی خو دې ډلې تر اوسه څو لوی بریدونه ترسره کړي دي، چې هدف یې ملکي افغانان او لوړ پوړي طالبان وو.
د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد چارو مرستیال، ولادیمیر ورونکوف، غونډې ته وویل چې داعش-خراسان لا هم افغانستان کې ژورې ریښې لري او نه یوازې د افغانستان، بلکې سیمې او نړۍ ته یو جدي ګواښ دی.
هغه زیاته کړه چې د داعش-خراسان غړو په اروپا کې د بریدونو په پلانونو بوښت دي، او همدا راز د مرکزي آسیا له هېوادونو څخه د نویو جنګیالیو د جلبولو هڅې کوي.
که څه هم طالبان ادعا کوي چې د دوی امنیتي ځواکونه د داعش-خراسان ډله په بشپړ ډول له منځه وړې، خو دا ډله بیا هم په افغانستان کې خطرناک بریدونه کوي، چې په ډېرو کې یې د طالبانو جګپوړي چارواکو په نښه کړي دي.
د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر پر ۱۱ نېټه د داعش-خراسان یوه ځانمرګي بریدګر د طالبانو د کډوالو وزیر، خلیل الرحمن حقاني، د هغه په وزارت کې وواژه. دا د طالبانو د واک ته رسېدو وروسته تر ټولو لوی هدفي برید و، چې د طالبانو پر لوړپوړو چارواکو ترسره شو.
تر دې وړاندې د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په میاشت کې داعش-خراسان په کابل کې د روسیې سفارت مخې ته ځانمرګی برید ترسره کړ، چې پکې د یاد سفارت د دوه کارکونکو ترڅنګ د طالبانو امنیتي منسوبین هم ووژل شوي وه.
تر دې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شوي و چې طالبانو په غزني کې د القاعدې لپاره ښارګوټی او په پنجشیر کې مرکز جوړ کړی دی.
د نړیوالو استازو غبرګونونه
د امریکا استازې، ډوروتي شی، ویلي، “داعش-خراسان نه یوازې دا چې د بریدونو پلان جوړولو وړتیا لري، بلکې د نوو کسانو د جلبولو هڅې یې هم دوام لري، په ځانګړي ډول په افغانستان او پاکستان کې.”
د چین استازي، فو کونګ، خبرداری ورکړی چې داعش-خراسان، القاعده، او د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک په افغانستان کې ډېر فعال دي او یو له بل سره همکاري لري.
د روسیې استازي، واسلي نبنزیا، د داعش-خراسان د قوت اخیستو لامل د ناټو ناڅاپي وتل وبلل.
هغه وویل: “کله چې ناټو له افغانستان څخه په بیړه ووتله، پراخې وسلې او تجهیزات یې پاتې شول، چې وروسته د داعش-خراسان لاس ته ورغلل.”
د پاکستان استازي، منیر اکرم، بیا د امریکا هغه ادعاوې رد کړې چې داعش-خراسان د پاکستان دننه د افرادو د جلبولو کمپاینونه لري.
نوموړي د ملګرو ملتونو راپور ته اشاره وکړه، چې پکې ویل شوي افغانستان د داعش-خراسان د جلبولو اصلي مرکز دی، نه پاکستان.
د طالبانو دریځ
طالبانو چارواکو د ملګرو ملتونو د دغو ادعاوو رسمي ځواب نه دی ورکړی، خو تل یې ادعا کړې چې د دوی ترهګرۍ ضد ځواکونو د داعش-خراسان پټنځایونه له منځه وړي، او دا ډله نور افغانستان ته خطر نه شي جوړولی.
خو د دغې ډلې وروستیو بریدونو وښوده چې، داعش-خراسان لا هم په افغانستان کې نه یوازې پر طالبانو بلکې پر مذهبي اقلیتونو، دپلوماتانو، او ملکي وګړو بریدونه ترسره کوي.