افغانستانخبرونه

غزني کې د اوبو یوه بند د جوړلو چارې پیل شوې

(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۳– ۱۴۰۳ لمريزکال)

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د غزني ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ۱۹ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو د یوه بند د جوړلو چارې پيل شوې.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بند ‎د ناوې ولسوالۍ په فيضو  کلي کې جوړیږي.

سرچېنې د معلوماتو له مخې، د اوبو دغه بند ۲۱۰متره اوږدوالی، ۶ متره لوړوالی او د ۳۰۰۰۰ متر مکعب د اوبو ذخيره کولو وړتیا لري چې د کار په جریان کې به  یې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شي.