(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۳– ۱۴۰۳ لمريزکال)
هندي چارواکو اعلان کړی چې نوي ډهلي د امریکا د فشارونو په وړاندې د چابهار بندر څخه په کلکه ملاتړ کوي.
انډیا ټوډې ورځپاڼې د هندي چارواکو له قوله ویلي چې د چابهار بندر افغانستان او منځنۍ اسیا سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره یو بدیل او مهمه لاره ده.
په ورته وخت کې، د انډیا ټایمز خبري اژانس وايي چې د مودي او ټرمپ تر لیدنې مخکې، هند د چابهار بندر ملاتړ کوي.دا دریځ وروسته له هغه راغی چې د ټرمپ ادارې ګواښ وکړ چې د بندیزونو معافیتونه به لغوه یا بیاکتنه وکړي چې نوي ډیلي ته اجازه ورکوي چې چابهار بندر ته پراختیا ورکړي.
د یادونې وړ ده چې د ایران چابهار بندر د امریکا له بندیزونو څخه معاف دی، او دې معافیت هند ته اجازه ورکړې چې په ایران کې ستراتیژیک چابهار بندر ته پراختیا ورکړي.