![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/0.jpg)
(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۳– ۱۴۰۳ لمريزکال)
د افغانستان د تکواندو ملي لوبډله د پاکستان په اسلام آباد کې د جي دوه تکواندو آزادو نړیوالو سیالیو په اوومه دوره کې له نهو لوبغاړو سره ګډون کوي.
د افغانستان لوبډله، چې په پاکستان کې یې د پنځم پړاو سیالۍ ګټلې دا ځل به هم د ځوانانو او لویانو سیالانو پر وړاندې سیالي وکړي.
دا سیالۍ د آسیایي اتلولیو وروسته د تکواندو ترټولو غوره سیالۍ دي، او اتل لوبغاړي په نړیواله درجه بندۍ کې شل نمرې ترلاسه کوي.
د تکواندو شپږمه نړیواله سیالي په اندونیزیا کې ترسره شوه، خو افغان لوبډله په کې ګډون ونشو کړای.