افغانستانخبرونه

ترکیې پولیسو په دغه هېواد کې ۷۵ افغان پناه غوښتوونکي نیولي

(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۳– ۱۴۰۳ لمريزکال)

د ترکیې پولیسو وایي، د  دغه هېواد، د سیواس او ایرزورم  ښارونو کې د دوو جلا عملیاتو په ترڅ کې اتیا تنه کډوال نیولي، چې له جملې یې پنځه اویا افغانان دي.

د ترکي رسنیو په وینا، د سه شنبې په ورځ، د 50 څخه ډیر غیر اسناد لرونکي کډوال چې په “غیرقانوني” توګه دغه هېواد ته داخل شوي د ایرزورم په ښار کې د عملیاتو په ترڅ کې تر پېژندلو ور وسته ونیول شول.

د ايروزروم د امنيتي مسوولينو د معلوماتو له مخې، له دغو پناه غوښتونکو څخه ٤٦ يې افغان اتباع دي، چې له نورو بنديانو سره يو ځاى د اضقلا ښار د کډوالو توقيف ځايونو ته لېږدول شوي دي.

په یوه بله پېښه کې د سیواس په یوه لارۍ کې ۲۹ افغان کډوال په نښه او نیول شوي دي.

د ترکیې پولیسو اعلان کړی چې دغو کسانو د اوسیدو اسناد نه درلودل او دغه هیواد ته په «غیرقانوني ډول» ننوتلي وو.