افغانستانخبرونه

طالبانو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د پاکستان استازي څرګندونو ته غبرګون وښوده

( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۴– ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د پاکستان د دایمي استازي وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښوده چې د افغانستان په اړه یې کړې وې.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي، منیر اکرم په دغه غونډه کې ویلي، افغانستان د داعش – خراسان څانګې د استخدام مرکز دی او په پاکستان کې دا ډله وسله وال نه استخداموي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، اسلامي امارت د ملګرو امنیت شورا ته د پاکستان د دایمي استازي هغه تورونه ردوي او بې بنسټه یې بولي چې ګواګي له افغانستانه څخه سیمې او نړۍ ته د ترهګرۍ ګواښ شته.

خبرپاڼه کې راغلي: «نړیوالې ټولنې ته ډاډ څرګندوو چې په افغانستان د داعش او یا نورو ډلو پټنځایونه د اسلامي له راتلو وروسته په بشپړه توګه له منځه تللي دي.

بهرنیو چارو وزارت لیکلي، خو په افغانستان کې له لسیزو جګړو وروسته د امنیت ټېنګښت د سیاسي او اقتصادي پراختیاوو مخه په داسې ناکامه هڅو نه شي نیول کېدای.