افغانستانخبرونه

کندوز کې د تېرې ورځې ځانمرګي برید ته غبرګونونه

(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۴– ۱۴۰۳ لمريزکال)

ترکیې، قطر او په کور دننه ځینې سیاستوالو په کندوز ولایت کې د تېرې ورځې ځانمرګی برید غندلی دی.

دغه چاودنه تېره ورځ، په کندز ولایت کې د کابل بانک ته څېرمه وشوه چې له امله یې ۱۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

په کابل کې د ترکیې سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د هر ډول ترهګرۍ غندنه کوي او د تېرې ورځې پر برید چې ګڼ شمېر تلفات یې درلودل، خواشیني څرګندوي.

ترکیې سفارت د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ شریکولو ترڅنګ د ټپیانو د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کړې ده.

د قطر بهرنیو چارو وزارت هم دغه چاودنه غندلی او د هر راز ترهګرۍ او تاوتریخوالي د ردولو په برخه کې د قطر پر دریځ ټینګار کړی دی.

قطر د دغې پېښې له قربانیانو، د افغانستان له خلکو او سرپرست حکومت سره خواخوږي ښودلې او ټپیانو ته یې د روغتیا هیله څرګنده کړې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې کرزي په کندوز ښار کې نننی برید غندلی او هغه یې د اسلامي او انساني اصولو خلاف کړنه بللې ده.

د تېر حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله پر خپل اېکس پاڼه په کندوز کې د کابل بانک مخې ته چاودنه غندلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.