لوبې

غضنفر له چمپینز ټرافي سیالیو بهر شو

(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۴– ۱۴۰۳ لمريزکال)

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، الله محمد غضنفر له چمپینز ټرافي سیالیو بهر شو او پر ځای یې ننګیال خروټي راغلی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، د افغان کرکټ ملي لوبډلې ځوان او تکړه ورو توپ اچوونکی الله محمد غضنفر د کرکټ نړیوالې شورا د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) له سیالیو بهر شو.

سرچېنې لیکلی: «د اړوند ډاکټرانو د راپور پر بنسټ، د زمبابوې پر وړاندې د سیالیو پر مهال د نوموړي د ملا د L4 مهرې چپ اړخ کسر کړی دی چې د پوره درملنې سربېره لا هم له یادې ناروغۍ سره لاس او ګرېوان دی؛ چې له امله به یې د ډاکټر له سپارښتنې سره سم نوموړی لږ تر لږه څلور میاشتې له هر ډول سیالیو لېرې پاتې شي او په همدې موده کې به تر درملنې لاندې وي.»

باید وویل شي چې د نوموړي پر ځای ننګیال خروټی، چې له دې وړاندې د احتیاطي لوبغاړو په ډله کې و، د چمپینز ټرافي سیالیو لپاره اصلي نوملړ ته اضافه شوی دی.